ads

غزني كې ترافيكي پېښې ۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ځايي چارواكي وايي، چې د كابل – كندهار پر لويه لاره د غزني ولايت په ملا نوح بابا سيمه كې د ترافيكي پېښې له امله ۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د غزني د والي وياند معروف ايوبي كليد ته ته د پېښې پخلى كړى او ويلي   ځايي چارواكي وايي، چې د كابل – […]

نویسنده: TKG
16 لیندۍ 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د كابل – كندهار پر لويه لاره د غزني ولايت په ملا نوح بابا سيمه كې د ترافيكي پېښې له امله ۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د غزني د والي وياند معروف ايوبي كليد ته ته د پېښې پخلى كړى او ويلي

 

ځايي چارواكي وايي، چې د كابل – كندهار پر لويه لاره د غزني ولايت په ملا نوح بابا سيمه كې د ترافيكي پېښې له امله ۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د غزني د والي وياند معروف ايوبي كليد ته ته د پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي، چې پېښه د يوه ټېلر او كرولا موټرو د ټكر له امله رامنځته شوې.

نوموړى زياتوي، چې په ترڅ كې يې د كرولا چلونكى مړ او يو بل تن ټپي دى، چې دا مهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

نوموړى زياتوي، چي د ټېلر چلونكى دا مهال ترڅېړنې لاندې دى.

د والي وياند د دې پېښې علت د سرك خرابوالى ګڼي، خو يو شمېر شنونكي په دې اند دي، چې د سركونو د خرابوالي سربېره د موټرو چټكوالى او د ترافيكي قوانيونو نه مراعتول هم د دې لامل ګرځي چې ورته پېښې رامنځته شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA