د کورنيو چارو وزارت مشاور تورن جنرال عبدالمنان فراهي په يوه خبري ناسته كې وويل، چې٣٦ راجستر شويو کمپنيو په کابل کې قرارګاوې درلودې، چې له دې څخه په تيرو پنځو ورځو کې، ١٧ قرارګاوې له ښار څخه ووتلې.
د کورنيو چارو وزارت مشاور تورن جنرال عبدالمنان فراهي په يوه خبري ناسته كې وويل، چې٣٦ راجستر شويو کمپنيو په کابل کې قرارګاوې درلودې، چې له دې څخه په تيرو پنځو ورځو کې، ١٧ قرارګاوې له ښار څخه ووتلې.
نوموړى وايي، چې د روانې مياشتې تر ٢٦ مې پورې به د دغو کمپنيو ټولې قرارګاوې له ښار څخه بهر وليږدول شي.
دفراهي په وينا، وروسته له دې هيڅ يوه کمپنۍ ان که د سفارتونو د امنيت مسووليت هم ولري، نشي کولى ، چې د ښار دننه قرارګاه ولري .
فراهي څرګنده کړه، چې په لويو لارو کې ٧ امنيتي کمپنۍ به د پوليسو د وړتيا تر زياتيدو پورې د پوليسوترمستقيمې څارنې لاندې فعاليت وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي پوليسو ٥٠ تنه منسوبين ، چې په دې برخه کې يې روزنه ليدلې ده، د کمپنيو فعاليتونه به څاري.
فراهي همدرانګه وويل، چې په راتلوونکي کې به خصوصي امنيتي کمپنيو پرځاى، د پروژو امنيت د عامه ساتنې د پوليسو په غاړه وي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


