ځايي چارواكي وايي، چې د كندوز په امام صاحب ولسوالۍ كې د ملاعزيز په مشرى 7 تنه وسله وال طالبان له د دولت سره يوځاى شول. د امام صاحب ولسوال محمد ايوب حقيار وويل،
ځايي چارواكي وايي، چې د كندوز په امام صاحب ولسوالۍ كې د ملاعزيز په مشرى 7 تنه وسله وال طالبان له د دولت سره يوځاى شول.
د امام صاحب ولسوال محمد ايوب حقيار وويل، چې دغه كسان چې تر دې وړاندې يې په سيمه كې ورانكاري عملونه ترسره كول تېره ورځ ناوخته له ۶ ميله وسلو سره يو ځاى تسليم شول.
هغه وايي، چې تسليم شوى كسان د ملا عزيزالله مللګري وو، چې تر دې وروسته په عادي ژوند تېروي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


