د هلمند والي محمد ګلاب منګل د ويكي لېكس هغه خپاره شوي راپورونه، چې د ده نوم په كې ياد شوى ځيني تائيد او ځيني په كلكه رد کړل. والي د ويکي لېکس هغه راپور بې ځايه او نه منونکى وباله،
د هلمند والي محمد ګلاب منګل د ويكي لېكس هغه خپاره شوي راپورونه، چې د ده نوم په كې ياد شوى ځيني تائيد او ځيني په كلكه رد کړل.
والي د ويکي لېکس هغه راپور بې ځايه او نه منونکى وباله، چې ګواکې د جمهور رئيس او محمد ګلاب منګل تر منځ کومه ژبنۍ شخړه رامنځ ته شو ې ده، خو والي د ويکي لېکس هغه راپور بيا تائيد کړ، چې ويلي يي و برتانويانو د سنګين د بازار ساتنه هم نشواى کولاى.
د ويکي لېکس په هغه ١٥٠زره راپورونو کې، چې تازه خپاره شوي دي د هلمند والي محمد ګلاب منګل نوم هم ياد شوى دى.
محمد ګلاب منګل د يادې ويب پاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې څه موده مخکي د ده او جمهور تر منځ د ژبنۍ شخړې پرمهال جمهور رئيس کرزي ورته ويلي و، چې پر ځاى به يې د هلمند لپاره يو تن قاچاق وړونکى د والي په دنده وګماري، خو دى به لري کړي.
والي وايي، په هلمند ولايت کې د جمهور رئيس کرزي په غوښتنه دغه دنده ترسره کوي او د دوى تر منځ هيڅ کله هم داسې کومه خبره نه ده رامنځ ته شوې.
نوموړي وويل، چې د هېواد جمهور رئيس کرزي د غوښتنې سره سم به دهېواد په هرې سيمې کې دنده ترسره کړي، خو والي محمد ګلاب منګل بيا د ويکي ليکس هغه راپور نه ردوي، چې پکې راغلي وو د هلمند والي وايي، چې برتانويانو يوازي د سنګين ولسوالۍ د بازار امنيت هم نشواى خوندي کولاى.
والي د دې خبرې د سپناوي لپاره وويل، چې هغه مهال په ياده ولسوالۍ کي ډېرې ستونزي وي او برتانويانو بشپړ امکانات نه لرل، د وسله والو مخاليفنو له لوري په هغوى زور راغلى و، نو ځکه يې د سنګين ولسوالۍ لپاره د امريکايي سمندري ځواکونو غوښتنه وکړه.
نوموړى هغه راپور هم مني، چې د ده په وينا په كې راغلي وو، په هلمند كې د قاچاقبرو د شتون له امله پرمختګ نه شي كېداى.
والي د کليد ګروپ هغه خپور شوى راپور هم رد کړ، چې ګواکې دى د بريتانيا هېواد له لوري په هلمند ولايت کې د والي په توګه دنده پر مخ وړي.
هغه وايي، تر دې وړاندې يې هم د جمهور رئيس په غوښتنه په لغمان او پکتيا کې د هغه ولايتونو د والي په توګه دنده تر سره کړې او بيا هم تيار دى، چې د جمهور رئيس په غوښتنه په هر ځاى كې دنده تر سره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


