افغان ملي اردو او بهرنيو ځواکونو له څو ورځو راهيسې د لغمان په الېشنګ ولسوالۍ کې ګډې پوځي ګزمې پيل کړي، چې د نښتو پرمهال پکې دوى او وسله وال طالبان يو بل ته د تلفاتو بېلا، بېلې دعوې لري.
افغان ملي اردو او بهرنيو ځواکونو له څو ورځو راهيسې د لغمان په الېشنګ ولسوالۍ کې ګډې پوځي ګزمې پيل کړي، چې د نښتو پرمهال پکې دوى او وسله وال طالبان يو بل ته د تلفاتو بېلا، بېلې دعوې لري.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان بريد جنرال محمد افضل پرته له دې، چې د ګزمو موخه وښيي، کليد ته وويل، چې وړمه ورځ يې په الېشنګ کې د طالبانو يو سرګروپ وژلى او پرون يې په يوه نښته کې د خپلو وسله والو مخالفينو يو شمېر وسلې نيولي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته وويل، چې د پرون سهار له نهو د غرمې تر يوې بجې يې وسله والو ملګرو په الېشنګ کې بهرنيو ځواکونو سره، چې ښايي د دوى پرضد عملياتو ته به راغلي وو، په وقفوي ډول مخامخه جګړه کړې او د ده په دعوه درې بهرني سرتېري يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي.
مجاهد پرونۍ جګړه کې د خپل يوه وسله وال ملګري ټپي کېدل هم مني.
د لغمان ځايي امنيتي چارواکي د ډېرو نورو ورته پېښو په شان په دې اړه هم له خبرو ډډه وکړه.
لغمان، چې په ختيځ افغانستان کې ترننګرهار وروسته له ناامنيو ډېر خوندي ګڼل کېده، په وروستيو مياشتو کې د ننګرهار په شان تر يوه بريده ناامنۍ ځپلى.
د وروستۍ دې پېښې په شان ډېر کله په دې ولايت کې نښتې او تاوتريخوالى رامنځته کېږي، خو ازادې رسنۍ يې د چارواکو د نه همکارۍ له امله په خبري پوښښ کې پاتې راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


