ads

روان كال كې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ۶۷۵ ته ورسېده

ايساف ځواکونو پرون ورځ خپل درې پوځيان له لاسه ورکړل او په دې توګه د روان زېږديز کال له پيله تر دې دمه د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره، ٦٧٥ ته لوړه شوه.     ايساف ځواکونو پرون ورځ خپل درې پوځيان له لاسه ورکړل او په دې توګه د روان زېږديز کال له پيله […]

نویسنده: TKG
15 لیندۍ 1389

ايساف ځواکونو پرون ورځ خپل درې پوځيان له لاسه ورکړل او په دې توګه د روان زېږديز کال له پيله تر دې دمه د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره، ٦٧٥ ته لوړه شوه.

 

 

ايساف ځواکونو پرون ورځ خپل درې پوځيان له لاسه ورکړل او په دې توګه د روان زېږديز کال له پيله تر دې دمه د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره، ٦٧٥ ته لوړه شوه.

په کابل کې د يادو ځواکونو له مطبوعاتي دفتره خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې يو سرتېرى يې پرون د افغانستان په جنوب کې په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

دغه راز دغو ځواکونو د پکتيا په ٢٠٣ قول اردو کې د پرون ورځې په ځانمرګي بريد کې هم، د خپلو دوو پوځيانو د وژنې خبر ور کړى وو.

د رسمي سرچينو د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې، چې لا يې ٢٦ ورځې نورې هم پاتې دي، ٦٧٥ بهرني پوځيان وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.

دغه شمېره ښيي، چې کال په کال د بهرنيو ځواکونو د پوځيانو د وژل کېدو ګراف مخ پر لوړېدو دى.

تېر زېږديز کال كې د رسمي سرچينو د معلوماتو له مخې ٥٢٠ بهرنيي سرتېري وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA