په ننګرهار کې د معلولينو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې پردولت غږ وشو، چې معلولينو سره دې خپلې کړې ژمنې پرځاى شي. غونډه د ننګرهار په ولايتي شورا کې د بشري حقونو د ادارې لخوا جوړه شوې وه، چې يو شمېر چارواکو هم په كې برخه لرله.
په ننګرهار کې د معلولينو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې پردولت غږ وشو، چې معلولينو سره دې خپلې کړې ژمنې پرځاى شي.
غونډه د ننګرهار په ولايتي شورا کې د بشري حقونو د ادارې لخوا جوړه شوې وه، چې يو شمېر چارواکو هم په كې برخه لرله.
په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر رفيع الله بيدار، چې غونډه يې د ادارې په هڅو جوړه شوې وه، وويل په افغانستان کې معلولين يانې هغه وګړي چې له موره د پيدايښت له مهاله يې د وجود غړي يانشته يا کمزوري دي، خورا ستونزې لري، خو د حلولو لپاره يې پوره ګامونه نه دي اخېستل شوي.
هغه وويل، چې غونډه يې د همدې حقونو د ورکړې په نيت جوړه کړې وه، چې پکې د معلولينو پر سيمه ييزو استازو سربېره،د ولايتي شورا غړو او د پوهنتون استادانو د يادې نړيوالې ورځې پر ارزښت اواړتيا خبرې وکړې.
غونډه کې يو اتلس ماده ييز پريکړه ليک هم واورول شو، چې پکې پر دولت له معلولينو سره د مرستو او ورته د خپلو حقونو د پوره ورکړې غږ شوى و.
د معلولينو په دې نماځنغونډه کې د ننګرهار د اړوندو ادارو چارواکي نه ترسترګو کېدل او پر شوې غونډې هم يو شمېر معلولينو نيوکه لرله، چې په وينا يې يوازې سمبوليکه او نماېشي بڼه لري او دوى ته يې خير نه رسيږي.
پر داسې غونډو نيوکې په داسې مهال کېږي، چې د دسمبر د درېيمې دې تېرې شوې ورځې په اړه د بشري حقونو کمېسيون د نورو غونډو او پروګرامونو د کولو خبر هم ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


