د ايساف او ناټونو ځواكونه وياند وايي، چې د تېر كال په پرتله په روان كال كې د افغان دولت د مخالفينو عمليات زيات شوي دي. جوزف بلاټس، چې د دوشنبې په ورځ يې خبرې غونډ ې ته وينا كوله وويل،
د ايساف او ناټونو ځواكونه وياند وايي، چې د تېر كال په پرتله په روان كال كې د افغان دولت د مخالفينو عمليات زيات شوي دي.
جوزف بلاټس، چې د دوشنبې په ورځ يې خبرې غونډ ې ته وينا كوله وويل، چې په ۲۰۱۰ كال كې د دولت د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې زياتوالۍ راغلى، خو په ډېره كمه كچه يې زيانونه درلودل.
نوموړي همداراز وويل، چې له تېر يوه كال راهيسې د سولې ملي پخلاينې له بهير سره په ۱۳ ولايتونو كې د دولت شپږ سوه تنه مخالفين يو ځاى شوي دي.
ده زياته كړه، په هغو ولايتونو كې، چې د دولت وسله وال مخالفين د سولې د ملي پخلاينې له بهير سره يوځاى كيږي ۲۵ ميليونه ډالره ورته ځانګړې شوي.
د ده په خبره، يادې پيسې به روغتيايې چارو ته د خلكو د لاس رسي او د ښوونځيوو د ودانولو لپاره وكارول شي.
پلاټس زياته كړه، چې په دې وروستيو كې د افغان او ناټو ځواكونو په ګډوعملياتو كې، چې د دريو ورځو لپاره په كندهار ولايت كې ترسره شول په لسګونو ميله سپكې او درنې وسلې تر لاسه شوې.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو په پايله كې ۱۰۰ آرپي جي راكټ ۷۰ ميله سپكې وسلې،۶۰ لاسي بمونه، ۴۰ حلقې د سړك د غاړې ماينونه او ۲۰۰ كيلو ګرامه هغه توكي، چې د ماينونو په جوړولو كې ترې كار اخيستل كيږي ترلاسه كړي او پر دې سربېره يې۱۰۶۰۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي له منځه وړي دي.
د ايساف او ناټونو ځواكونو وياند زياته كړه، چې اوس مهال د افغان ځواكونو شمېر ۲۶۳۰۰۰ ته رسيږي، چې ياده شمېره به تر ۲۰۱۴ كال پورې ۴ سو زرو ته لوړه شي.
ده زياته كړه، چې د ناټو او ايساف ځواكونو له لوري د ملي پوليسو او ملي اردو ځواكونو د روزنې لړى دوام لري او په پام كې ده، چې افغان ځواكونه تر ۲۰۱۴ كال پورې د كميت او كفيت له پلوه په پرمختللو وسلو هم سمبال شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


