جمهور رئيس کرزى وايي، چې په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګښت د پاکستان له همکارۍ پرته ناممکن دی. کرزي دغه څرګندوې پرون په کابل کې د پاکستان له صدر اعلظم سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
جمهور رئيس کرزى وايي، چې په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګښت د پاکستان له همکارۍ پرته ناممکن دی.
کرزي دغه څرګندوې پرون په کابل کې د پاکستان له صدر اعلظم سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
د پاکستان صدر اعظم يوسف رضا ګېلاني، چې په دوه ورځنی سفر کابل ته راغلی، د تروريزم پر ضد په مبارزې کې يي د خپل هېواد په ژمنې ټينګار وکړ.
کرزي د ويکي لکس له خوا د افغانستان په اړه د خپاره شوېو اسنادو په اړه وويل، چې دی په دغو اسنادو باور نه لري.
دغه انترنېټ پاڼې د متحده ايالاتو پټ ديپلوماټيک اسناد افشا کړي، چې په يوه برخه کې يي د کرزي د کابينې ځينې غړي ياد شوي او دی يي کمزوری او ساده رئيس جمهور بللى دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

