ads

هلمند كې له طالبانو څخه يو شمېر وسلې او موټرې ونيول شوې

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په هلمند ولايت كې يې له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر وسلې، موټرسايكلونه او موټرې نيولي دي. د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ مسؤلينو ويلي دي، چې پوليسو يې دوه ماشومان هم د انسان تښتوونكو له منګولو راخلاص كړي دي.   ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په هلمند ولايت […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1389

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په هلمند ولايت كې يې له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر وسلې، موټرسايكلونه او موټرې نيولي دي. د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ مسؤلينو ويلي دي، چې پوليسو يې دوه ماشومان هم د انسان تښتوونكو له منګولو راخلاص كړي دي.

 

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په هلمند ولايت كې يې له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر وسلې، موټرسايكلونه او موټرې نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ مسؤلينو ويلي دي، چې پوليسو يې دوه ماشومان هم د انسان تښتوونكو له منګولو راخلاص كړي دي.

د هلمند ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حكيم انګار رسنيو ته وويل، چې د تېرو دوو ورځو په لړ كې يې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه او د عملياتو پرمهال د هغوى يو كرولا او يو ډاټسون موټر، شپږ موټر سايكلې، دوه ميله كلاشينكوفونه، پنځه حلقې ماينونه او بېلا بېلې مرمۍ نيولي دي.

انګار وويل، پوليسو دغه لاسته راوړنې د هغې جګړې پرمهال تر لاسه كړي، چې د وسله والو مخاليفينو سره يې د كندهار – هلمند په لويه لاره كړې وه.

كه څه هم امنيه قومندان د وژل شويو طالبانو كره شمېره په ګوته نه كړه، خو واېي، چې هغوى ته درنه مرګ ژبله اوښتې ده، خو د همدې لارې يو تن ساتونكى پوليس د نوم د نه ښوولو په شرط كليد ته وويل، چې په دې جګړه كې دوه تنه پوليس ټپيان او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته كړه، چې پولس د درملنې په موخه د بهرنيو ځواكونو له لوري وړل شوي او وسله والو طالبانو هم خپل مړي له سيمې وړي دي.

دغه راز امنيه  قوماندان وايي، چې په مارجه ولسوالۍ كې يې تېره شپه  د پوليسو لخوا يو طالب په ټپي حالات كې له يوه ميل كلاشنكوف او يو عراده موټرسايكل سره نيولى دى.

وسله والو طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى د ډولې وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې په  ګرېشك، سنګين، مارجې او خانشين ولسواليو كې يې په مخامخ بريدونو او د ماين په چاودنو كې بهرنيو او كورنيو سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله  اړولې ده، خو دولتې چارواكې يې نه مني.

د يو بل خبر له مخې ځايي پوليسو په ګرمسېر ولسوالۍ كې يو انسان تښتونكى، چې  دوې ماشومې تجونې يې له كندهاره  تښتولې وې ونيولو او هغه ماشومانې يې د هغه له منګولو راخلاصې او خپلو كورنيو ته و سپارلې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA