د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ كې د ملي اردو او پوليسو لخوا په يو لړ تصفيوي عملياتو كې د وسله والو طالبانو دوه تنه وژل شوي او په دغه ولايت كې د طالبانو د والي مرستيال له دوو ملګرو سره يو ځاى نيول شوى.
د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ كې د ملي اردو او پوليسو لخوا په يو لړ تصفيوي عملياتو كې د وسله والو طالبانو دوه تنه وژل شوي او په دغه ولايت كې د طالبانو د والي مرستيال له دوو ملګرو سره يو ځاى نيول شوى.
د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ د ګارنېزون قومندان سمونوال غلام سخي حسيني كليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په خرسنګ كلي كې هغه مهال تر سره شول، چې وسله والو طالبانو د يوه لوړ پوړي دولتي چارواكي د تښتولو پلان درلود.
نوموړي زياته كړه، په دغو عملياتو كې، چې يو ساعت يې دوام درلود، ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او په هرات كې د طالبانو د مرستيال والي ملا شېر احمد په شمول ۳ وسله وال طالبان لومړى ټپي او وروسته ونيول شول.
د حسيني په وينا، له دغه نيول شوي جګپوړي طالب قومندان څخه پلټنې پيل شوي دي.
حسيني ډاډ څرګند كړ، چې د ملا شېر احمد په نيول سره به په هرات ښار او اړوندو ولسواليو كې امنيت لا پسې ښه شي.
ويل كېږي، چې ډېرى تښتونې، وژنې، وسله والې غلاګانې او چاودنې د همدغه طالب قومندان لخوا پلانېدلې.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


