جمهور رئيس كرزي د پاكستان او افغانستان ترمنځ د بې اعتمادۍ د دغې فضا په لمنځه وړلو ټينګار وكړ او زياته يې كړه، چې دريم تن د دواړو هېوادونو په اړيكو كې ښه والى نه شي راوړاى.
جمهور رئيس كرزي د پاكستان او افغانستان ترمنځ د بې اعتمادۍ د دغې فضا په لمنځه وړلو ټينګار وكړ او زياته يې كړه، چې دريم تن د دواړو هېوادونو په اړيكو كې ښه والى نه شي راوړاى.
نوموړي دغه خبرې پرون په كابل كې د پاكستان د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره په ګډې خبري ناستې كې وكړې.
د پاكستان صدر اعظم پرون په دوه ورځني سفر كابل ته راورسېد او له رسېدو سره سم يې له جمهور رئيس كرزي سره ليدنه وكړه.
له ليدنې وروسته په ګډې خبري ناستې كې جمهور رئيس كرزي وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو خړو پړو اړيكو د ښه والي لپاره بايد دواړه هېوادونه يو تړون وكړي.
د كرزي په وينا، دوى به د پاكستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ او اړوندو مسائلو خبرې وكړي او تر كومه، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د بې اعتمادۍ خبره ده، د دنيا هيڅ يو هېواد يا ځواكو موږ له دغې ستونزې نشي ويستلاى، د دې يوازينى حل دا دى، چې پاكستان او افغانستان په ګډه په دې برخه كې يو تړون وكړي.
جمهور رئيس كرزي زياته كړه، چې د افغان ځواكونو د روزلو په برخه كې به د پاكستان پر مرستې فكر وكړي.
هغه وويل، چې پاكستان افغان مهاجرينو لپاره تر ټولو غوره كوربه و او هيله ده، چې افغانستان د پاكستان په مرسته يو ښه راتلونكى ولري.
نوموړي زياته كړه، كه پاكستان وغواړي، په سيمه كې امن او ښه والى راتلاى شي.
د پاكستان صدراعظم هم ډاډ څرګند كړ، چې پاكستان په افغانستان كې امن غواړي او د افغانستان د بيا رغونې په برخه كې مرستو ته تيار دى.
دواړه مشرانو دا هم ويل، چې پاكستان او افغانستان بايد د نورو د سازشونو پر وړاندې سره يو شي او خپله خاوره د يو او بل پر ضد ونه كاروي.
د ويكي لېكس پر وروستيو پرمختګونو د خبرو په ترڅ كې جمهور رئيس كرزي وويل، چې ښايي يو شمېر وزيرانو د افغانستان حكومت په اړه څه ويلي وي، خو دى داسې ډېر شمېر لويديزوال وزيران پېژني، چې د خپل حكومت پر ضد خبرې كوي، خو دا، چې افغانستان سره د ويكي لېكس په شان كوم ويب سايټ نشته نو ځكه نشي كولاى دا ډول شكايتونه خپاره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


