ads

د شرابو او نورو الكولي توكو د پلور د مخنيوي غوښتنه

د ننګرهار ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال  د دې ولايت له امنيې قومندان څخه وغوښتل، چې د دوى په وينا، په ښار کې د شرابو او نورو الکولي توکو د پلورنې مخه دې ونيسي. د ننګرهار ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال  د دې ولايت له امنيې قومندان څخه وغوښتل، چې د دوى په […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1389

د ننګرهار ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال  د دې ولايت له امنيې قومندان څخه وغوښتل، چې د دوى په وينا، په ښار کې د شرابو او نورو الکولي توکو د پلورنې مخه دې ونيسي.

د ننګرهار ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال  د دې ولايت له امنيې قومندان څخه وغوښتل، چې د دوى په وينا، په ښار کې د شرابو او نورو الکولي توکو د پلورنې مخه دې ونيسي.

د ننګرهار د علماوو  شورا مشر او د حج او اوقافو رئيس اسدالله ساجد د نېشه يي توکيو پرضد او د امنيت په ملاتړ يوه غونډه کې د دې ترڅنګ چې په هېواد کې د ځوانانو د بې لارې کولو لپاره د يوې کولتوري جګړې خبر ورکړ،د ننګرهار امنيې قومندان ته نېغ، په نېغه وويل، چې په جلال اباد کې دې د شراب پلورونکو دوکانونو مخه ونيسي.

هغه د دې دوکانونو د ځاى، ځايګي، شمېر او نورو جزياتو په اړه څه ونه ويل.

د ننګرهار امنيې قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال د علماوو خبرو ته په څرګند ډول کوم ځواب ورنکړ، خو ويې ويل د دوى په مرسته به ننګرهار د کوکنارو له کښته پاک او د نورو ناقانونيو مخه به نيسي.

پکتياوال له نورو جزياتو پرته وويل، چې په ډېرو ادارو کې د اداري فساد رپوټونه ور رسېدلي، خو په دې اړه يې د کومې ادارې نوم وانخېست.

په ننګرهار کې د شرابو او نورو الکولي توکيو د خرڅلاو په اړه پخوا هم ځينې خبرې شوې وې او څو ځله چارواکو په دې تور د يو شمېر کسانو د نيونې خبر هم ورکړى و.

خو يو شمېر ديني عالمانو په نننۍ غونډه کې کليد ته وويل، چې د داسې چارو ترشا په لوړه کچه چارواکي لاس لري او په تور يې نيول کېدونکي کسان ژر خوشې کېږي.

د ننګرهار امنيې قومندان بيا په دې اړه رسنيو سره له خبرو ډډه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA