ads

ايتلافي ځواكونو په فراه ولايت دوه ملكي كسان ونيول

ځايي چارواكو ويلي، چې تېره شپه ايتلافي ځواكونو د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې د همدې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونكي ونيول. د فراه ولايت پوليس وايي،   ځايي چارواكو ويلي، چې تېره شپه ايتلافي ځواكونو د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې د همدې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونكي ونيول. د فراه ولايت […]

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1389

ځايي چارواكو ويلي، چې تېره شپه ايتلافي ځواكونو د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې د همدې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونكي ونيول. د فراه ولايت پوليس وايي،

 

ځايي چارواكو ويلي، چې تېره شپه ايتلافي ځواكونو د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې د همدې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونكي ونيول.

د فراه ولايت پوليس وايي، چې دغه كسان د خاك سفيد ولسوالۍ د جيجه كلي اوسېدونكي وو، چې د ايتلافي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې له خپلو كورنو څخه نيول شوي دي.

د فراه ولايت د امنيه قومندانۍ د اپرسيون امر محمد منير كليد ته وويل، چې تر اوسه د دغو كسانو د نيول كېدو لامل نه دى روښانه، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

په همدې حال كې د فراه ولايت د خاك سفيد ولسوالۍ اوسېدونكي نيول شوي كسان بېګناه بولي او له ځايي چارواكو يې د راخوشې كېدو غوښتنه كوي.

ايتلافي ځواكونو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم ايتلافي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د همدې ولايت د پشت رود ولسوالۍ ۳ تنه نيولي وو، چې تر اوسه يې پايله نه ده څرګنده.

د سياسي چارو كارپوهان په دې اند دي، چې كه د ايتلافي ځواكونو عمليات همداسې په ځانګړي توګه دوام ومومي، نو په راتلونكي كې به د عام ولس، دولت او بهرنيو ځواكونو ترمنځ واټن رامنځ ته شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA