ټو ځواکونو تېره شپه په خوست ولايت کې د عملياتو پر مهال د پژواک خبري اژانس خبريال له درېيو وروڼو سره وړى دى. دغه پېښه د خوست د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په سيمه کې رامنځته شوې، چېرته، چې په دغه ولايت کې د پژواک
ټو ځواکونو تېره شپه په خوست ولايت کې د عملياتو پر مهال د پژواک خبري اژانس خبريال له درېيو وروڼو سره وړى دى.
دغه پېښه د خوست د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په سيمه کې رامنځته شوې، چېرته، چې په دغه ولايت کې د پژواک خبري اژانس ځايي خبريال مالي خان يعقوبي اوسېږي.
د يعقوبيو د سيمې يوه اوسېدونکي محمد سليم وويل، چې تېره شپه ناټو ځواکونو د مالي خان يعقوبي پر کور عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه، چې بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال د هغه کور تالاشي کړى، مالي خان يعقوبي يې له درېيو وروڼو سره وړى دى.
په خوست ولايت کې د ژورنالستانو د ټولنې مشر نشان الدين اهنګر هم، د مالي خان يعقوبي نيول کېدل تاييد او دا کار يې وغنده.
د نوموړي په وينا، تېر کال ناټو يو بل ځايي خبريال نوراجان بهير بندي کړ او څو مياشتې مخکې يې په دې ولايت کې د الجزيرې د خبريال مجيد عارف پر کور عمليات کړي او د هغه څلور وروڼه يې وړي وو.
د ناټو ځواکونو د بګرام مطبوعاتي دفتر د مالي خان يعقوبي نيونه تاييد کړه او زياته يې کړه، چې له نوموړي څخه پلټنې پيل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


