ads

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما افغانستان ته راغى

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئيس بارک اوباما پرون ماخوستن ناوخته په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی. په کابل کې یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، وویل،   د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئيس بارک اوباما پرون ماخوستن ناوخته په یوه ناڅاپي سفر افغانستان […]

نویسنده: TKG
13 لیندۍ 1389

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئيس بارک اوباما پرون ماخوستن ناوخته په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی. په کابل کې یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، وویل،

 

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئيس بارک اوباما پرون ماخوستن ناوخته په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی.

په کابل کې یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، وویل، چې د امریکا جمهور رئيس بارک اوباما پرون له ماخوستن وروسته په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد.

سرچینې زیاته کړه ، ټاکل شوې ده چې دامریکا جمهور رئيس د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو قوماندانانو او سرتېرو سره وګوري.

غربي رسنیو خبر ورکړی، چې جمهور رئيس اوباما د بګرام په هوایي ډګر کې ښکته شوی، چرته، چې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه نظامي اډه هم ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په کابل کې د خرابې هوا له امله اوباما کابل ښار ته نه شي تللی او جمهور رئيس کرزي سره به د ویډیو کانفرانس په وسیله خبرې کوي.

له کله راهیسې، چې اوباما د امریکا د جمهور رئيس په توګه ټاکل شوی، افغانستان ته یې دا دویم سفر دی، نهه  میاشتې مخکې د روان زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې هم اوباما افغانستان ته راغلی و.

اوباما په داسې حال کې افغانستان ته راغلی، چې ټاکل شوې، د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني هم نن کابل ته راشي.

د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ دغه ډ یپلوماتیکې اړیکې په داسې حال کې نیول شوي، چې د ویکي لېکس په نامه یوې ویب پاڼې په دې وروستیو کې د امریکا سلګونه زره سفارتي اسناد افشا کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA