د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي هغه اوه تنه ماين پاکان، چې وړمه ورځ ناڅرګندو وسله والو تښتولي وو راخوشې شوي دي. د خيتځ زون د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي، ماين پاکان اوس له دوي سره دي.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي هغه اوه تنه ماين پاکان، چې وړمه ورځ ناڅرګندو وسله والو تښتولي وو راخوشې شوي دي.
د خيتځ زون د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي، ماين پاکان اوس له دوي سره دي.
امرخېل وويل، تر اوسه پورې معلومه نه ده، چې ماين پاکان چاتښتولي، خو په وينا يې، دوى په دې اړه څېړنې کوي.
نوموړي زياته کړه، دغه کسان د ننګرهار د والي، د مومندرې د ولسوال، قومي مشرانو، سپين ږيږو او عالمانو په هڅو له کومې معاملې پرته راخوشې شوي دي.
دغه ماين پاکان د چهارشنبې پر ورځ د ماينونو د له منځه وړلو لپاره ډيورنډ کرښې ته څېرمه په کار بوخت وو ، چې تورخم ته نږدې وسله والو وتښتول.
د (اومر) مؤسېسې له رسنيو سره تر اوسه پورې د خپلو کارکوونکو د خوشې کېدا په اړه څه نه دي ويلي او نه هم چا د دغو كسانو د تښتولو پړه پر غاړه اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


