د جلال اباد په شپږمه ناحيه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ او څلور تنه نور ټپيان شول. پېښه په خالص فاميليو کې پرون سهار د يوه تېل لېږدونکي ټانکر او کرولا موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې،
د جلال اباد په شپږمه ناحيه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ او څلور تنه نور ټپيان شول.
پېښه په خالص فاميليو کې پرون سهار د يوه تېل لېږدونکي ټانکر او کرولا موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې ورپسې يوه تېل ټانکر د ټکر له امله سوزيدلې هم دى.
په ننګرهار کې د ملي اردو د ګارنيزيون قومندان ډګروال عصمت الله ابراهېم خېل کليد ته وويل، چې دا کومه امنيتي پېښه نه بلکې ترافيکي پېښه وه، چې له امله يې رامنځته شوې اورلګېدنه دوى او پوليسو له منځه وړې.
د ګارنيزيون قومندان پېښه کې د پينځو تنو د ټپي کېدو وايي او زياتوي، چې دوى ټول ولسي وګړي او په کرولا موټر کې ناست وو.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون رئيس ډاکټر سيف الرحمان ابراهېم خېل بيا وايي، چې د ټپيانو له ډلې يو ماشوم مړ شوى او دې سره د پېښې تلفات يوه مړي او څلورو ټپيانو ته رسيږي.
هڅه مو وکړه، چې پر پېښې د ترافيکي چارواکو نظر هم واخلو، خو د نه حاضرېدو له امله يې پاتې راغلو.
د مولوي خالص فاميلۍ، چې د جلال اباد سوېل ته پکې نوي کورونه ودان شوي او د څو ولسواليو لاره ده، له څه مودې راهيسې پکې څو مرګونې داسې ترافيکي پېښې شوي، چې يو شمېر خلک يې لامل په دې سيمه او د دې سيمې اړوند پر رېنګ روډ سړک د ترافيکو کموالى ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


