ads

ترافيکي پېښې اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تېر ماښام د اوو نيمو بجو په شاوخوا کې د يوه درې سوه درې ماډل بس او د خصوصي امنيتي کمپنۍ د سرتېرو د صرف ډوله موټر د ټکر له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. تېر ماښام د اوو نيمو بجو په شاوخوا کې د يوه درې سوه درې ماډل بس او د […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1389

تېر ماښام د اوو نيمو بجو په شاوخوا کې د يوه درې سوه درې ماډل بس او د خصوصي امنيتي کمپنۍ د سرتېرو د صرف ډوله موټر د ټکر له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

تېر ماښام د اوو نيمو بجو په شاوخوا کې د يوه درې سوه درې ماډل بس او د خصوصي امنيتي کمپنۍ د سرتېرو د صرف ډوله موټر د ټکر له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د زابل سر پرست امنيه قوماندان سمونوال غلام جيلاني فراهي کليد راډيو ته وويل، چې ياده ترافيکي پېښه د ښارصفا ولسوالۍ د سنګي پله او هزارتګ سيمې ترمنځ هغه وخت رامنځته شوه کله، چي يوه درې سوه درې ماډل بس له کابله کندهار ته پر لاره و او د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو له موټر سره يې ټکر وکړ.

هغه زياته کړه، په ياده پېښه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ څلورتنه ساتونکي وژل شوي او يو بل ژوبل دى او د بس موټر دوه تنه سپرلۍ ژوبلې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چي دوې ورځي وړاندې هم په همدغه سيمه کې د يوه بس د چپه کېدو له امله ٦ تنه مړه او ٣٣ نور ټپيان شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA