د بغلان ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د همدې ولايت په پلخمري ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى او د تېلو يو ټانكر يې هم سوزولى دى.
د بغلان ولایت امنیتی چارواکي وایي، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د همدې ولايت په پلخمري ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى او د تېلو يو ټانكر يې هم سوزولى دى.
د بغلان ولایت یوه دولتي چارواکي کلید ته د نوم د نه ښوولو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېر مازيګر د پلخمري ولسوالۍ په چشمه شیر سیمه کې رامنځته شوې.
د نوموړي په وينا، دغه بريد تر ۶ بجو پورې دوام درلوده، خو په وينا يې، هیڅ تلفات نلری.
د سرچينې په وينا، د بريد د پرشاه تمبولو وروسته وسله والو طالبانو د يوې شخصي کمپنۍ د تېلو ټانكر ته اور ورته كړى.
تراوسه پورې څرګنده نه ده، چې د تیلو دغه ټانکر د نړیوالو ځواکونو و او که د شخصي کمپنۍ، خو ډېری وختونه په یاده لاره وسله وال طالبان دغه ډول بریدونه ترسره کوي.
د يو بل خبر له مخې نامعلومو وسلوالو تېره شپه نهه بجې او شل دقیقی د مرکزي بغلان د ذخیره آب په سیمه کې د اتصالاتو د مخابراتې شرکت یوه ستنه په مکمل ډول وسوزوله.
د مرکزي بغلان مسؤلین وایي، چې په دې تړاو يې څوک ندي نیولي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
په یاده سیمه كې ډیرې وختونه د مخابراتې شرکتونو ستنې په نښه کیږي او د اتصالاتو د ستنې له منځه وړولو دا پېښه دويمه هغه وه.
وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


