ads

امنيتي چارواكو پكتيا كې د يوه ډله غلو د نيولو خبر وركړ

ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د امنيتي ځواكونو له خوا د غلو يوه ډله نيول شوې ده. د پكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وايي، چې د غلو دا څلور كسيزه ډله يې د ګردېز ښا       ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1389

ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د امنيتي ځواكونو له خوا د غلو يوه ډله نيول شوې ده. د پكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وايي، چې د غلو دا څلور كسيزه ډله يې د ګردېز ښا

 

 

 

ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د امنيتي ځواكونو له خوا د غلو يوه ډله نيول شوې ده.

د پكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وايي، چې د غلو دا څلور كسيزه ډله يې د ګردېز ښار په زړه كې نيولي.

نوموړى وايي، چې له غلو سره يې وړې وسلې، چرس او د بېلابېلو هېوادونو پيسې هم نيولې دي.

جنرال ساپى زياتوي، چې دې غلو د پلازمېنې كابل په موسوي سيمه كې غلا كړې وه، چې د امنيتي ځواكونو له څارنې ورسته د ګردېز په ښار كې له يو سرف ډوله موټر سره ونيول شول.

امنيه قومندان زياتوي، چې په نيول شويو غلو كې درې تنه د پكتيا او پاتې يو يې د لوګر ولايت اوسيدونكى دى.

چارواكي وايي، چې نيول شوي كسان په زياتو شوكو او غلاوو كې په لاس لرلو تورن دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونكي اندېښنه لري، چې په دې ورستيو كې د پكتيا په ولايت كې د موټرو تښتونكي او نورې شوكمارې ډلې راپيدا شوې دي.

پاتې دې نه وي، چې له دې وړاندې هم پكتيا ولايت كې د امنيتي ځواكونو له خوا څو، څو ځلې د غلو ډلې نيول شوې دي، نږدې دوه مياشتې وړاندې د دې ولايت په سيدكرم ولسوالۍ كې هم د غلو يوه ډله نيول شوې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA