ads

امرخېل: ماين پاكان ښايي پاكستان ته تښتول شوي وي

افغان سرحدي چارواکي ګومان کوي، چې له ننګرهاره د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي اته افغان کارکوونکي  له کرښې ها خوا پاکستان ته تښتول شوي وي. افغان سرحدي چارواکي ګومان کوي، چې له ننګرهاره د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي اته افغان کارکوونکي  له کرښې ها خوا پاکستان ته تښتول شوي وي. د اومر په […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1389

افغان سرحدي چارواکي ګومان کوي، چې له ننګرهاره د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي اته افغان کارکوونکي  له کرښې ها خوا پاکستان ته تښتول شوي وي.

افغان سرحدي چارواکي ګومان کوي، چې له ننګرهاره د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي اته افغان کارکوونکي  له کرښې ها خوا پاکستان ته تښتول شوي وي.

د اومر په نامه د دې موسسې کارکوونکي پرون د پاکستان پولې ته نېږدې د ننګرهار له مومند درې ولسوالۍ څخه ناڅرګندو وسله والو تښتولي.

په ختيز کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي، په مومنددرې ولسوالۍ کې د تښتول شويو ماين پاکانو خلاصونې پسې تر اوږدو ناکامو هڅو دې پايلې ته رسېدلي، چې تښتول شوي دا اته ماين پاکوونکي له کرښې هاخوا پاکستان ته وړل شوي.

امرخېل  د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ماين پاکانو تښتونکي به پاکستانيان وي؟ وويل، په دې اړه څه نه شي ويلاى.

ياد شوي ماين پاکونکي د ننګرهار له مومند درې ولسوالۍ څخه پرون سهار ناڅرګندو وسله والو وتښتول.

د تښتول شويو شمېرلومړى شپاړس تنه وو، خو د سرحدي پوليسو قومندان وايي، چې اته تښتول شوي يې پوليسو هماغه پرون بيرته خوشې کړي.

دا تښتول شوي ماين پاکوونکي، چې د تښتونې مسؤليت يې چا پر غاړه نه دى اخېستى، پرون يې خوشې شويو ملګرو ويلي وو، چې تښتونکو د پاکستان يوې سرحدي پوستې ته نېږدې بيولي وو.

څو ورځې وړاندې د بل ختيځ ولايت کونړ له خاص کونړ ولسوالۍ څخه د يوې رغونکې کمپنۍ درې افغان انجينران هم ناڅرګندو وسله والو وتښتول، چې چارواکي وايي لا خوشې شوي نه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA