د پكتيا په مركز ګردېز كې ۲۴ تنه نرس قابله ګانې د قابله ګۍ له اتلس مياشتني كورسه فارغې شوې. د قابله ګۍ د دې څلورم پړاو له ښوونيزې دورې څخه فارغې شوې نجونې په دې خوښې دي،
د پكتيا په مركز ګردېز كې ۲۴ تنه نرس قابله ګانې د قابله ګۍ له اتلس مياشتني كورسه فارغې شوې.
د قابله ګۍ د دې څلورم پړاو له ښوونيزې دورې څخه فارغې شوې نجونې په دې خوښې دي، چې اوس په دې توانېدلې دي، چې په خپلو ولسواليو او سيمو كې د مورګانو او ماشومانو بېړنۍ روغتيايي ستونزې هوارې كړي.
د پكتيا د عامې روغتيا چارواكي وايي، چې له دې وړاندې هم له دې ښوونيز مركزه په دريو دورو كې ۷۲ تنه قابله ګانې فارغي شوې دي او په دې څلورمې دورې سره به يې شمېره سلو ته ورسېږي.
د عامې روغتيا رئيس ډاكټر محمد نادر نوري وايي، د دې قابله ګانو په فراغت سره به د پكتيا په لرې پرتو ولسواليو كې د زېږون پر مهال د ميندو او نويو پيدا كېدونكو ماشومانو د مړينې كچه راټيټه شي.
نوموړي وويل، په پكتيا كې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې كچه د تېر كال په پر تله ۴۰ سلنه راښكته شوې ده.
د روغتيا رياست د چارواكو په خبره، دغه قابله ګانې به د پكتيا ولايت د بېلابېلو سيمو په روغتيا مركزونو كې په عملي ډول خپل كار پيلوي، چې په دې سيمه كې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې كچه نوره هم راټيټه كړي.
دا مهال د ټولې پكتيا په كچه په ۳۵ روغتيايي مرګزونو كې يوازې لس ښځينه اېم ډي ډاكټرانې په كار بوختې دي، چې د روغتيا رياست د كاركوونكو په وينا، د ښځينه ډاكټرانو د كموالي ستونزه يې د قابله ګانو په مرسته تر يو بريده حل كړې ده.
د پكتيا ولايت، چې يو غرنى ولايت د لرې پرتو سيمو اوسېدونكي يې له خوا ستونزو سره لاس او ګريوان دي، چې يوه لويه روغتيايې ستونزه هم د زېږون په مهال د مور او ماشوم مړينه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


