ads

پر امنيتي پوستې د وسله الو طالبانو بريد

ځايي چارواكي وايي، چې وسله والو طالبانو د فارياب ولايت پر شاخ امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د فارياب ولايت د امنيې قومندانۍ   ځايي چارواكي وايي، چې وسله والو طالبانو د فارياب ولايت پر شاخ امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ […]

نویسنده: TKG
10 لیندۍ 1389

ځايي چارواكي وايي، چې وسله والو طالبانو د فارياب ولايت پر شاخ امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د فارياب ولايت د امنيې قومندانۍ

 

ځايي چارواكي وايي، چې وسله والو طالبانو د فارياب ولايت پر شاخ امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د فارياب ولايت د امنيې قومندانۍ وياند دويم څارن سيد مسعود يعقوبي كليد سره په تليفوني اړيكه كې وويل، چې دغه بريد تېره ورځ له ماسپښين وروسته د قيصار ولسوالۍ په شاخ پوستې تر سره شوى، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شو.

يعقوبي زياته كړه، په دغه بريد كې ۳ مخالفين مړه او ۱ يې ټپي شوى دى، خو په وينا يې، پوليسو ته كوم زيان نه دى اوښتى.

دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى و، چې په ترڅ كې يې ۲ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شوي وو.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA