تېره شپه د هرات ښار د ګلها په څلور لاري كې د ملي پوليسو يو سرتېرى پخپله پوسته كې په ډزو ووژل شو. يوه پوليس چارواكي، چې نه يې غوښتل نوم يې ذكر شي كليد ته وويل
تېره شپه د هرات ښار د ګلها په څلور لاري كې د ملي پوليسو يو سرتېرى پخپله پوسته كې په ډزو ووژل شو.
يوه پوليس چارواكي، چې نه يې غوښتل نوم يې ذكر شي كليد ته وويل، چې ښايي دغه سرتېرى د خپلو ملګرو لخوا وژل شوى وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ده سره په پوسته كې نور سرتيري د امنيتي ځواكونو لخوا نيول شوي او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې رانې دي.
په همدې حال كې د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ وياند نورخان نېكزاد كليد ته وويل، چې تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې دغه سرتېرى د خپلو ملګرو لخوا وژل شوى او كه نه سهواً يې خپل ځان وژلى دى.
نوموړي زياته كړه، چې په دې برخه كې پلټنې پيل شوي، چې پايلې به يې روسته رسنيو ته وركړل شي.
په تېر كې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې په كې افغان او بهرنيو ځواكونو يو پر بل ډزې كړي، چې په پايله كې يو شمېر هغو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په نيمروز كې يوه پوليس سرتېري خپل ۵ ملګري وژلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


