د کندوز په تر ټولو نا امنه ولسوالۍ چهادره کې چارواکي د تېرې شپې په عملیاتو کې د ۴ وسله والو طالبانو د وژنې او ۸ نورو د نیونی ادعا کوي. د چهاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخیل وویل،
د کندوز په تر ټولو نا امنه ولسوالۍ چهادره کې چارواکي د تېرې شپې په عملیاتو کې د ۴ وسله والو طالبانو د وژنې او ۸ نورو د نیونی ادعا کوي.
د چهاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخیل وویل، چې تیره شپه د ایساف ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ په عین المجر سیمه کې ۴ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۸ کسه یې ژوندي له ځانه سره بیولي دي.
عمرخېل زیاتوي، چې په دغوعملیاتو کې عامو خلکو ته کوم زیان ندی رسېدلی، خو د سیمی خلک بیا وایي، چی په وژل شویو کسانو کې دوه عام خلک شامل دی.
تر اوسه پورې په كندوز کې مېشتو ایساف ځواکونو او وسله والو طالبانو په دې هلکه څه نه دي ویلي.
چهاردره د کندوز د ناامنو ولسوالیو په کتار کې راځي چې ډېری وختونه په كې د شپې له مخې عملیات عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


