ads

كابل كې د روان كال ترپايه د پنجشنبې ورځ رخصت اعلان شوه

د وزيرانو شورا پړېکړه وکړه، چې د روان لمريز کال تر پايه پورې به په کابل ښار کې د چاپېريال د ککړتيا د کموالي په موخه، د پنجشنبې ورځ  عمومي رخصتي وي.     د وزيرانو شورا پړېکړه وکړه، چې د روان لمريز کال تر پايه پورې به په کابل ښار کې د چاپېريال د […]

نویسنده: TKG
10 لیندۍ 1389

د وزيرانو شورا پړېکړه وکړه، چې د روان لمريز کال تر پايه پورې به په کابل ښار کې د چاپېريال د ککړتيا د کموالي په موخه، د پنجشنبې ورځ  عمومي رخصتي وي.

 

 

د وزيرانو شورا پړېکړه وکړه، چې د روان لمريز کال تر پايه پورې به په کابل ښار کې د چاپېريال د ککړتيا د کموالي په موخه، د پنجشنبې ورځ  عمومي رخصتي وي.

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره خبري رسنیو ته په  ور رسېدلې خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې تېره ورځ د وزيرانو شورا د د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ پرېکړه وکړه، چې د پنجشنبې ورځ به عمومي رخصت وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د کابل ښاريانو د ښې روغتيا په موخه شوې او هم له ټولو موټر لرونکيو څخه غوښتنه شوې، چې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د موټرو له تګ راتګ څخه په ډېره کمه اندازه استفاده وکړي.

خبرپاڼه کاږي، چې د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د وزيرانو شورا له پخوانۍ پرېکړې سره سم په چټکۍ سره، له لارو موانع لرې کړي او هم ډيزلي جنراتورونه راټول کړي.

خبرپاڼه زياتوي،  چې ملي دفاع ، کورنيو چارو او فوايد عامې وزارتونو ته دندې وسپارل  شوې، چې د کثافاتو د ټولولو په موخه دې، له کابل ښاروالۍ سره د وسايطو په برخه کې همکاري وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA