ځايي چارواكي وايي، چې په جوزجان ولايت كې د ۵ ورځنيو تصفيوي عملياتو په ترڅ كې ۱۵ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته. د جوزجان ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت كليد سره په يوې تليفوني اړيكې كې وويل،
ځايي چارواكي وايي، چې په جوزجان ولايت كې د ۵ ورځنيو تصفيوي عملياتو په ترڅ كې ۱۵ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جوزجان ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت كليد سره په يوې تليفوني اړيكې كې وويل، چې د جمعې له ورځې راهيسې دغه پيل شوي ګډ تصفيوي عمليات چې په ممليك، شاهي سليم، قبچاق، شيشه خانه، ګرجك كليو كې ترسره شول په ترڅ كې يې دغه سيمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاكې شوې.
نوموړي زياته كړه په دغو پنځه ورځنيو عملياتو كې د وسله والو طالبانو ۸ تنه نيول شوي، ۲ يې وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
غيرت زياته كړه، چې په دغو عملياتو كې د ګرجك په سيمه كې د ملي پوليسو موټر د سړك د غاړې پر ماين برابر او په ترڅ كې يې چلوونكى ټپي شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال په هغو سيمو كې چې تصفيوي عمليات ترسره شوي، هيڅ ډول امنيتي ستونزه نشته.
دا په داسې حال كې ده، چې جوزجان امنيتي چارواكو ادعا كړې، چې د بلخ ولايت له چابولك او چمتال ولسوالۍ څخه دې ولايت ته وسله وال مخالفين راننوتي او پر دولت ضدو كړنو يې لاس پورې كړى، چې د دوى دغه ادعا د بلخ ولايت امنيتي چارواكو هم منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


