د ټاكنو خپلواك كمېسيون له ټاكلي وخته اونۍ وروسته د غزني ولايت د ټاكنو پايلې پرته له كوم تغير اعلان كړې. د ليندۍ په ۳ مه، كله، چې دغه كمېسيون د ۳۳ ولايتونو او د كوچيانو د حوزې ورست
د ټاكنو خپلواك كمېسيون له ټاكلي وخته اونۍ وروسته د غزني ولايت د ټاكنو پايلې پرته له كوم تغير اعلان كړې.
د ليندۍ په ۳ مه، كله، چې دغه كمېسيون د ۳۳ ولايتونو او د كوچيانو د حوزې ورستۍ پايلې اعلانولې ويل يې، چې د غزني وروستۍ پايلې د تخنيكي ستونزو له كبله ځنډېدلي، چې اونۍ وروسته به اعلان شي.
فضل احمد معنوي په دې برخه كې هر ډول فشار او معامله رد كړه.
نوموړې نن په يوې خبري غونډې كې رسنيو ته وويل، چې د جمهور رئيس اندېښنې د درك وړ دي، خو كاش قانون دوى ته د بدلون صلاحيت وركړى واى: (( د كمېسيون كار د قانون مطابق و او قانون له موږ څخه د كوم تغيير او بدلون صلاحيت اخيستى))
معنوي زياته كړه، چې پرېكړه د شكاياتو د كمېسون لخوا تر سره شوې او له مخې يې په لومړيو او وروستيو پايلو كې هېڅ ډول تغير نه دى راغلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


