ads

ننګرهار كې يوه سرحدي پوليس شپږ بهرني سرتيري ووژل

د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې يوه سرحدي پوليس پرون پر بهرنيو سرتېرو ډزې كړي، چې په ترڅ كې يې شپږ دغه سرتېري وژلي. په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد   د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې يوه سرحدي پوليس پرون پر بهرنيو سرتېرو ډزې كړي، چې په ترڅ كې يې شپږ […]

نویسنده: TKG
9 لیندۍ 1389

د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې يوه سرحدي پوليس پرون پر بهرنيو سرتېرو ډزې كړي، چې په ترڅ كې يې شپږ دغه سرتېري وژلي. په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد

 

د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې يوه سرحدي پوليس پرون پر بهرنيو سرتېرو ډزې كړي، چې په ترڅ كې يې شپږ دغه سرتېري وژلي.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته د پېښې له کره ځاى ښودلو پرته وويل، چې دغه سرتېري يې په ختيځ کې وژل شوي، چې ترې وروسته بريد کوونکى سرحدي پوليس هم د ايتلافي سرتېرو په ډزو وژل شوى.

د ننګرهار د پچېر اګام ولسوال فاروق همت کليد ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې له يوې داسې پېښې خبرشوى، خو نورمعلومات يې نه لري.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم د پېښې سيمه پچېراګام ګڼي، خو له جزياتو يې په ناخبرۍ سره وايي، چې څېړنې ته يې يو پلاوى استول شوى.

په پچېراګام کې د ايتلافي او افغان سرحدي سرتېرو د دې يو ځاى والي په اړه سرحدي قومندان وايي، چې موخه د کوم عملياتو ترسره کول نه و، خو دا چې، ولې دغه ځواکونه سره يو ځاى شوي وو، دى يې په اړه څه نه وايي.

په ناتاييد شويو رپوټونو کې وېل کېږي، چې بهرني سرتېري، چې ختيځ کې يې اکثره امريکايان دي، پچېراګام ته د سرحدي پوليسو يوه روزنيز مرکز ته د هغوى د روزنې په نيت ورغلي وو.

هڅه مو وکړه، چې د ننګرهار د ډېرو ناامنيو مسؤليت منونکې ډلې وسله والو طالبانو سره هم په دې اړه او ورسره د بريدکوونکي سرحدي پوليس د تړاو، يانه تړاو په اړه وغږيږو، خو پاتې راغلو.

د افغان ځواکونو لخوا پر بهرنيو سرتېرو ډزې او د هغوى وژنه او دغه راز د بهرنيو سرتېرو لخوا د افغان سرتېرو وژنه په نور ولايتونو کې نوې خبره نه ده، خو وېل کېږي، چې په ننګرهار کې دا د خپلې بڼې لومړۍ پېښه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA