د کندهار ولايت د شپږمې نا حيې اړوند په سرپوزي سيمه کي تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې پر پوليسو چاودنه شوې، چي له امله يې دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت د شپږمې نا حيې اړوند په سرپوزي سيمه کي تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې پر پوليسو چاودنه شوې، چي له امله يې دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال خان محمد مجاهد د پېښې پخلى کوي او زياتوي، چې چاودېدونکي توکي په يو ه بايسکل ځاى پرځاى شوي وو او هغه مهال د ريموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړل شوه، چې پوليس په سيمه کې پر تالاشۍ بوخت وو.
نوموړى زياتوي، چې په پېښه كې يواځې دوه پوليس ټپيان شوي او بل چا ته په كې زيان نه دى اوښتى، خو د ميرويس روغتون ډاکتران بيا وايي، چې د چاودنې له ځايه درې تنه ټپي پوليس وروړل شوي دي.
همدا شان وړمه ورځ مازيګر د کندهار سپين بولدک پرلاره د يوه ټانکراو ډاکسن موټر د ټکر له امله ٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندها ر د ترافيکو مدير محمدالا خان وايي، چي په دغه ترافيکي پېښه کي څلورتنه، چي يو ماشوم هم پکې شامل دى وژل شوي او درې تنه نورټپيان دي.
نوموړى د پېښي لامل د موټر زيات چټك ځغلول بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


