ads

كندهار كې ترافيکي پېـښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار_ بولدک د لوې لارې په اوږدو کې د يوه ټانکر او ډاټسون موټر د ټکر له امله اووتنو سپرليو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان کليد راډيو ته وويل، چې ياده پېښه تېر مازيګر د کندهار_ بولدک د لوې لارې په اوږدو کې د يوه ټانکر او […]

نویسنده: TKG
9 لیندۍ 1389

د کندهار_ بولدک د لوې لارې په اوږدو کې د يوه ټانکر او ډاټسون موټر د ټکر له امله اووتنو سپرليو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان کليد راډيو ته وويل، چې ياده پېښه تېر مازيګر

د کندهار_ بولدک د لوې لارې په اوږدو کې د يوه ټانکر او ډاټسون موټر د ټکر له امله اووتنو سپرليو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان کليد راډيو ته وويل، چې ياده پېښه تېر مازيګر د څلورنيمو بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه، کله، چې يو ټانکر او مازدا موټر د کندهار څخه دبولدک ولسوالۍ لوري ته روان وو، کله، چي ټانکر موټر غوښتل له مازدا موټره مخکې شي له يوې ډاټسون سره يې ټکر وکړ، چې په ترڅ کې يې څلور تنه، چې يو ماشوم هم پکې شامل و وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بلخوا بيا د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې دوى ته يې له يادې پېښې ٨ تنه، چې څلور وژل شوي او څلور نور يې ټپيان دي ور وړي دي.

د يادونې وړ ده، چې څو اوونۍ وړاندې هم د کابل – کنـــــدهار پر لويه لاره په دامان ولسوالۍ کې د يوه ٣٠٣ او سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله درويشت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA