د دولت دوه وسله والې مخالفې ډلې وسله وال طالبان او حزب اسلامي دواړه هغه سرحدي پوليس د ځان اړوند ګڼي، چې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې يې پرون مازېګر د يوې
د دولت دوه وسله والې مخالفې ډلې وسله وال طالبان او حزب اسلامي دواړه هغه سرحدي پوليس د ځان اړوند ګڼي، چې د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې يې پرون مازېګر د يوې روزنې پرمهال شپږ امريکايي سرتېري ووژل.د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټليفوني اړيکه کې کليد ته وويل، چې وژل شوى سرحدي پوليس عزت الله نومېږي، چې له ډېر پخوا څخه پر امريکايي ځواکونو د يوه همداسې بريد په نيت د سرحدي پوليسو ليکو سره مل شوى و.
مجاهد دغه راز د شپږو امريکايي سرتېرو پروژلو سربېره دعوه وکړه، چې ده اووه نور امريکايي سرتېري هم ټپيان کړي دي.
په ورته وخت کې د حزب اسلامي وسله والې ډلې يوه وياند زبيرصديقي په يوه ليکلي ټليفوني پيغام کې کليد ته ويلي، چې پر امريکايي سرتېرو پرونى بريدګر پوليس، چې دى يې نوم وحيدالله ښيي،د دوى ملګرى و.
صديقي په پېښه کې يوازې د شپږو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو دعوه کوي، خو د وسله والو طالبانو وياند يې دعوه ردوي او وايي وژل شوى پوليس د دوى ملګرى و.
د پچېراګام ولسوال فاروق همت كه څه هم د دغه پوليس تړاو له وسله والو مخالفينو سره رد نه كړ وويل، چې دغه سرحدي پوليس عزت الله او پلار يې عجب ګل نومېده.
د ده په وينا دى د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو استوګن و او له پخوا راهيسې د سرحدي پوليسو په ليکه کې و.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان او په همدا شان د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې سره مو په دې اړه د خبرو هڅه وکړه، چې د نه حاضرېدو له امله يې پاتې راغلو.
هېره دې نه و ي، چې په ننګرهار کې پرونۍ دا پېښه په دې سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د ناباورۍ لومړۍ درنه پېښه ګڼل کېږي. کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


