نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل _کندهار پر لويه لاره د يوه ٣٠٣ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ٣٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهارد عامې روغتيا مرستيال ډاکټر احمد الله فيضي کليد ته وويل،
نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل _کندهار پر لويه لاره د يوه ٣٠٣ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ٣٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کندهارد عامې روغتيا مرستيال ډاکټر احمد الله فيضي کليد ته وويل، چې ياده پېښه د کابل _کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د زابل ولايت د مرکز قلات په شل کېلو مترۍ كې هغه مهال رامنځته شوه، چي يوه ٣٠٣ ډوله موټر، چې له کندهاره کابل ته تلونکى و د زياتې چټكتيا له امله له له لارې بې لارې او چپه شو.
هغه زياته کړه، چي په دې پېښه کې ٦ تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي او ٣٣ تنه نور ژوبل شوي، چې پکې د ٣ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
دا په پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې تېره ورځ د کندهار_بولدک د لويې لارې په اوږدو کې د يوه ټانکر او ډاټسون موټر د ټکر له امله ۷ ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


