د ننګرهار امنيتي چارواکي په دې ولايت کې له يوې اته کسيزې ډلې سره د جعلي دولتي اسناود، څو مجهزو ماشينونو او پرې د جوړو شويو سلګونه ناقانونه توکو د نيونې خبرورکوي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي په دې ولايت کې له يوې اته کسيزې ډلې سره د جعلي دولتي اسناود، څو مجهزو ماشينونو او پرې د جوړو شويو سلګونه ناقانونه توکو د نيونې خبرورکوي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، دا نيونې له څو ورځو راهيسې د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې کړي.
د عبدالزي په وينا، له دغې اته کسيزې ډلې سره د موټرو سلګونه جعلي لمبرپليټونونه، جواز سيرونه او دولتي مهرونه ترڅنګ دوه ميله تومانچې او يو اندازه مرمۍ نيول شوي.
د والي وياند له نورو جزياتو پرته وايي، چې د دې ډلې له جعلي توليداتو څخه په يو شمېر ناامنيو او ځانګړي ډول ځانمرګو بريدونو کې کار اخېستل شوى.
بلخوا د ننګرهار ملي امنيت رياست په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې نيول شويو اتو واړو کسانو ورته پرځان لګېدلي تورونه منلي.
خبرپاڼه د نيول شويو له خولې وايي، چې لسګونه ناقانونه موټرو ته يې جعلي لمبر پليټونه او خلکو ته د موټر چلونې جواز سيرونه او اجازه پاڼې جوړې کړي.
د ملي امنيت چارواکو خبريالانو ته نيول شوي کسان، چې اته واړه له څېرو افغانان او اکثره يې نوي ځوانان ښکارېدل، ور وښودل، خو ورسره د خبرو اجازه يې ورنکړه.
يو شمېر ولسي خلک ګومان کوي، چې له دې ډلې سره به په لوړه کچه حکومتي چارواکي هم لاس ولري، چې د ننګرهار د والي وياند يې د خبرې له رد او پخلي پرته وايي، دا به په پلټنو کې جوته شي.
په ننګرهار کې د يادو تورنو کسانو نيونه په داسې مهال کېږي، چې له څه وخته په دې سرحدي ولايت کې امنيتي پېښې هم په نسبي کچه ډېرې شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


