ads

پكتيا ولايت كې د بهرنيو ځواكونو چاڼيز عمليات

د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د مموزيو سيمې اوسېدونكي وايې، چې تېره شپه د بهرنيو ځواكونو له خوا په سيمه كې عمليات شوي دي، چې له امله يې يو تن وژل شوى او څلور نور ځواكونو له ځانو سره بيولي دي. د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د مموزيو سيمې اوسېدونكي وايې، چې تېره […]

نویسنده: TKG
8 لیندۍ 1389

د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د مموزيو سيمې اوسېدونكي وايې، چې تېره شپه د بهرنيو ځواكونو له خوا په سيمه كې عمليات شوي دي، چې له امله يې يو تن وژل شوى او څلور نور ځواكونو له ځانو سره بيولي دي.

د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د مموزيو سيمې اوسېدونكي وايې، چې تېره شپه د بهرنيو ځواكونو له خوا په سيمه كې عمليات شوي دي، چې له امله يې يو تن وژل شوى او څلور نور ځواكونو له ځانو سره بيولي دي.

دا عمليات، چې د مموزيو سيمې د زاړه كډوس په كلي كې شوي دي په اړه يې د سيمي اوسيدونكي وايي، چې بهرنيو ځواكونو د ملكي خلكو كورونه تالاشي كړي دي او د تالاشۍ په ترڅ كې يې يو تن عمر خوړلى وژلى او څلور تنه يې له ځان سره بيولي.

د سيمې اوسېدونكي دا هم وايي، چې ځواكونو د كورونو د تالاشۍ په لړ كې پيسې او نور توكي هم له ځان سره وړي دي.

افغان ځايې چارواكي د عملياتو پخلى كوي او وايي، چې ځواكونو څلور تنه له ځان سره وړي او څلور كلاشينكوفونه يې هم نيولي دي، خو دا نه په ډاګه كوي، چې په عملياتو كې به ملكي وګړي او كه وسله وال جنګيالي په نښه شوي وي.

په سهيل ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي دفتر لا تر دې دمه رسنيو ته د عملياتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

په سيمه كې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په عملياتو كې د دوى ملګري نه وژل شوي او نه نيول شوي دي، نوموړى د عملياتو ځپلي يوازې ملكي خلك بولي.

پاتې دې نه وي، چې په زرمت ولسوالۍ كې د لوى اختر له ورځې را په دېخوا بهرنيو ځواكونو عمليات پيل كړي دي او په اړه يې چارواكو هر ځل په نښه شوي وسله وال طالبان ګڼلي، خو ملكي خلكو او وسله والو طالبانو ډيرى ځلې په نښه شوي ملكي كسان بللي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA