د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې د دې ولايت د مركز لښګرګاه په سيمټي سيمه كې چاودنې ۵ ملكي وګړي ټپيان كړل. د هلمند ولايت د امنيې قومندانۍ جنايي مدير تورن اسد اغا د پېښې پخلى كړى
د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې د دې ولايت د مركز لښګرګاه په سيمټي سيمه كې چاودنې ۵ ملكي وګړي ټپيان كړل.
د هلمند ولايت د امنيې قومندانۍ جنايي مدير تورن اسد اغا د پېښې پخلى كړى او په اړه يې خبريالانو ته ويلې، چې دغه چاودنه ننه له غرمې مخكې د يوولس بجو په شاو خوا کې د يوه زرنج موټر سايكل پر مټ شوې، چې له كبله يې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې له سيمې څخه د سرحدي پوليسو د موټرو كاروان تېرېدو.
د اسد اغا په وينا، پېښه کې يو تن د کاندار او څلور نانوايان ټپيان شوي دي، خو د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي، چې په پېښه کې څلور تنه ملکې وکړي ټپيان شوي دي، چې درې تنه يې ماشومان او يو سپين ږيرى دى.
د يادې سيمې ځايي اوسېدونکي وايي، چې له چاودنې څو شېبې وړاندي په دغه ځاى كې يوه ريکشا ودرېده او چلوونکى يې د نږدې جومات پر لور لاړو، چې شېبه وروسته چاودنه رامنځ ته شوه.
د دغې چاودنې پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


