ads

هرات كې بېلابېلې مرمۍ او چاودېدونكي توكي كشف شول

د هرات ولايت د ملي امنيت رياست په يوې خپرې شوې خبرپاڼې كې خبر وركړى، چې د روانې اونۍ په ترڅ كې يې د بېلابېلو عملياتو په لړ كې ۱۰ ټنه چاودېدونكي توكي كشف او نيولي دي. د هرات ولايت د ملي امنيت رياست په يوې خپرې شوې خبرپاڼې كې خبر وركړى، چې د روانې […]

نویسنده: TKG
8 لیندۍ 1389

د هرات ولايت د ملي امنيت رياست په يوې خپرې شوې خبرپاڼې كې خبر وركړى، چې د روانې اونۍ په ترڅ كې يې د بېلابېلو عملياتو په لړ كې ۱۰ ټنه چاودېدونكي توكي كشف او نيولي دي.

د هرات ولايت د ملي امنيت رياست په يوې خپرې شوې خبرپاڼې كې خبر وركړى، چې د روانې اونۍ په ترڅ كې يې د بېلابېلو عملياتو په لړ كې ۱۰ ټنه چاودېدونكي توكي كشف او نيولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو كشف شويو توكو كې د راكټ ۱۰۰ مرمۍ، د ميزائل ۱۰۰مرمۍ، د ټانګ د مرميو ۱۲۷ سرګلولې، ۵۰ ميله هاوان، د توپ د مرميو ۵۰۰ سرګلولې، د وسايطو او پرسونل ضد ۱۰۰ حلقې ماينونه، ۲۵ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي، د اګائيس ۱۰۰ مرمۍ او د هاوان ۵۰ مرمۍ شاملې دي.

خبر پاڼه زياتوي، چې دغه مهمات او مرمۍ د ملي امنيت د سرتېرو لخوا د يو لړ عملياتو په ترڅ كې په ګذره، انجيل، ادرسكن، شنډنډ، كشك رباط سنګي او پښتون زرغون ولسواليو كې نيول شوي دي.

په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د دولت ضد وسله والو غوښتل د دغو چاودېدونكو توكو او مرميو پر مټ د هرات ولايت په مركز او اړوندو ولسواليو كې بريدونه ترسره كړي.

د سرچينې په وينا، په دې تاړو تر اوسه څوك نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA