ads

نورستان ته تلونكي اكمالاتي كاروانونه د وسله والو لخوا لوټېږي

د نورستان والي د کونړ يو شمېر سيمې او په ځانګړي ډول چپه دره او ننګام ولسوالۍ خپل ولايت ته له ګواښونو ډکې ګڼي او وايي، د پوليسو لپاره يې اکمالات پکې هره ورځ د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا لوټ کېږي. د نورستان والي د کونړ يو شمېر سيمې او په ځانګړي ډول […]

نویسنده: TKG
8 لیندۍ 1389

د نورستان والي د کونړ يو شمېر سيمې او په ځانګړي ډول چپه دره او ننګام ولسوالۍ خپل ولايت ته له ګواښونو ډکې ګڼي او وايي، د پوليسو لپاره يې اکمالات پکې هره ورځ د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا لوټ کېږي.

د نورستان والي د کونړ يو شمېر سيمې او په ځانګړي ډول چپه دره او ننګام ولسوالۍ خپل ولايت ته له ګواښونو ډکې ګڼي او وايي، د پوليسو لپاره يې اکمالات پکې هره ورځ د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا لوټ کېږي.

والي جمال الدين بدر دا خبره کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه او ويې ويل په دې ولسواليو کې مېشت پوليس پاتې راغلي چې پر لويو لارو د دولت د وسله والو مخالفينو  پاټکونه  چې دى يې شمېر شل ښيي، وځپي.

د نورستان والي کليد سره دې ځانګړو خبرو کې دغه راز په چپه دره او ننګام ولسواليو کې د ډېرو امنيتي پوستو د رامنځته کېدو ترڅنګ پر دې ولسواليو د قوي پوځي عملياتو غوښتنه وکړه.

د نورستان د والي پر خبرو مو د کونړ د امنيې قومندان او والي د نظر اخېستو هڅه هم وکړه، چې د نه حاضريدو له امله يې پاتې راغلو.

بلخوا په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم پرته له دې، چې د کومې سيمې نوم واخلي، کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال ومنله، چې نورستان ته ورغلو لارو کې يې د دولت وسله وال مخالفين دولتي اکمالات ګواښي.

کونړ، چې په ختيځ کې تر ټولو ناامنه ولايت ګڼل کېږي، وسله والو طالبانو يې په غازي اباد ولسوالۍ کې پرون مازېګر پر درېيو بهرنيو ځواکونو د ماين چاودنو دعوه هم کړې.

ځايي چارواکي که څه هم د ډېر کله په شان په دې اړه نه غږيږي، خو په کابل کې ناټو ځواکونو د يوې خبرپاڼې له لارې منلې، چې پرون يې ختيځ کې يو سرتېرى ماين چاودنې وژلى.

د کليد د معلومات له مخې دا، چې پرون د بهرنيو سرتېرو د وژنې کومه بله دعوه په ختيز کې نه وه، ګومان کوي، چې دا سرتېرى به په غازي اباد کې وژل شوى وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA