ads

ننګرهار كې ناكام نوماندان د بياځلي ټاكنو غوښتنه كوي

د ولسي جرګې يو شمېر غړو او له ننګرهاره دې  جرګې ته نورو ناخوښو نوماندانو نن يو ځل بياپه دې ولايت کې  د بياځلي ټاکنو د غوښتنې ترڅنګ د ټاکنو د اړوندو چارواکو پر وړاندې د لوى څارنوالۍ د هڅو ننګه وکړه.     د ولسي جرګې يو شمېر غړو او له ننګرهاره دې  جرګې […]

نویسنده: TKG
8 لیندۍ 1389

د ولسي جرګې يو شمېر غړو او له ننګرهاره دې  جرګې ته نورو ناخوښو نوماندانو نن يو ځل بياپه دې ولايت کې  د بياځلي ټاکنو د غوښتنې ترڅنګ د ټاکنو د اړوندو چارواکو پر وړاندې د لوى څارنوالۍ د هڅو ننګه وکړه.

 

 

د ولسي جرګې يو شمېر غړو او له ننګرهاره دې  جرګې ته نورو ناخوښو نوماندانو نن يو ځل بياپه دې ولايت کې  د بياځلي ټاکنو د غوښتنې ترڅنګ د ټاکنو د اړوندو چارواکو پر وړاندې د لوى څارنوالۍ د هڅو ننګه وکړه.

دغو نوماندانو د جلال اباد سپين جومات کې د يوې راټوليدنې پر مهال دغه راز په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسيون ځايي مشر له نوم اخېستو پرته يو شمېر کړيو او درغليو  ته ژمن وباله.

نوماندانو، چې شمېر يې لسګونه تنو ته رسېده،د ولسي جرګې لپاره وروستۍ ټاکنې نه يوازې په ننګرهار بلکې په ټول هېواد کې د درغليو ترسيوري لاندې ترسره شوي وګڼلې.

دوى د ټاکنيزو درغليو پرضد د لوى څارنوالۍ د هڅو د ملاتړ ترڅنګ ګواښ وکړ، چې که غوښتنه يې ونه منل شي، لاريونونه او د لويو لارو تړل به پيل کړي.

د دوى پر غوښتنو او ادعاوو مو په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ځايي مشر د نظر اخېستو هڅه هم وکړه، چې د نه حاضريدو له امله يې پاتې راغلو.

نوماندان په  ننګرهار کې ولسي جرګې ته ټاکنې په داسې حال کې له سره غواړي، چې ټاکنو کمېسيون لا له وړاندې د بياځلي ټاکنو کول رد کړي او له امکانه لرې يې بللې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA