ads

فراه كې د وسله والو طالبانو لوړپوړى قومندان ونيول شو

د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې تېره شپه د ايتلافي ځواكونو لخوا د يو لړعملياتو په ترڅ كې د طالبانو لخوا د پرچمن ولسوال له يوه تن ساتونكي سره يوځاى ونيول شو. د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې تېره شپه د ايتلافي ځواكونو لخوا د يو لړعملياتو په ترڅ كې د […]

نویسنده: TKG
8 لیندۍ 1389

د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې تېره شپه د ايتلافي ځواكونو لخوا د يو لړعملياتو په ترڅ كې د طالبانو لخوا د پرچمن ولسوال له يوه تن ساتونكي سره يوځاى ونيول شو.

د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې تېره شپه د ايتلافي ځواكونو لخوا د يو لړعملياتو په ترڅ كې د طالبانو لخوا د پرچمن ولسوال له يوه تن ساتونكي سره يوځاى ونيول شو.

چارواكي وايي، د طالبانو ولسوال مولوي كريم په خاك سفيد ولسوالۍ كې له يوه كوره نيول شوى دى.

د خاك سفېد ولسوال ملك خداداد رسنيو ته ويلي، چې مولوي كريم د پرچمن ولسوالۍ سرپرستي پرغاړه لرله، چې د طالبانو له سرسختو قومندانانو څخه شمېرل كېږي.

نوموړي زياته كړه، چې په پرچمن ولسوالۍ او څېرمه سيمو كې ډېرى د ناامنيو پېښې د مولوي كريم لخوا ترسره كېدې.

د فراه ولايت د خاك سفېد ولسوال زياتوي، چې د دې ولسوالۍ خلك له دولته غواړي، چې نيول شوي كسان محاكمه او پر سزا ورسوي.

د وروستيو دوو مياشتو په جريان كې تر ۲۰ ډېر وسله وال طالبان، چې د لويديځ زون په ډېرى ناامنيو كې يې لاس لاره د ايتلافي ځواكونو لخوا نيول شوي دي.

د لويديځ زون ډېرى خلكو له ايتلافي ځواكونو له دې امله مننه كړې، خو پر دې خبره يې هم ټينګار كړى، چې ايتلافي ځواكونه بايد په راتلونكي كې ورته عمليات له افغان ځواكونو سره په همغږۍ ترسره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA