ايساف په هېوادكې له سولې پروسې سره د ۱۵۰ مخالفينو د يوځاى كېدو، تر ۲۰۱۴ كال پورې د افغان امنيتي ځواكونو له پياوړي كولو او په يو شمېر سيموكې يې د ژمنيو عملياتو له پېلېدو خبر وركړ.
ايساف په هېوادكې له سولې پروسې سره د ۱۵۰ مخالفينو د يوځاى كېدو، تر ۲۰۱۴ كال پورې د افغان امنيتي ځواكونو له پياوړي كولو او په يو شمېر سيموكې يې د ژمنيو عملياتو له پېلېدو خبر وركړ.
د ايساف ځواكونو عمومي وياند جنرال جوزيف بلاتز د دوشنبې په ورځ تر ۲۰۱۴ كاله پورې د افغان ا منيتي ځواكونو د شمېر، پياوړتيا او سمبالښت تاكيدوكړ او زياته يې كړه، چې دوى به د روسانو له وتلو د وخت په څېر خپله كړې سهوه او خطا تكرار نه كړي او له يادې نېټې وروسته به هم له افغان دولت سره د مرستندويانو په توګه پاتې وي.
د بلاتز په خبره، د ژمنيو عملياتو لپاره تيارى لري او په همدې حال كې د سولې له پروسې هم ملاتړ كوي، چې په دې ورستيو كې له بغلان څخه ۱۵۰ تنه مخالفين له دولت سره يوځاى شوي.
جنرال جوزيف بلاتز زياته كړه، چې جمهور رئيس كرزي د ناټو او امريكايي ځواكونو له عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پېټريوس سره د شپې لخوا د عملياتو پر كېدو هوكړه كړې ده او خورا اړين دي، چې د ملكي خلكو وژنه په كې كمه شي.
بلاتز همداراز وويل، كه هرڅوك له پاكستانه لكه د ملامنصور په شان كسان افغانستان ته راولي او ايساف پرې خبرنه وي، نو دوى به يې ونيسي، خو بلاتز د هغه د راوستلو په اړه نور جزيات ورنكړل او په دې كار يې خواشيني وښوده.
جمهور رئيس كرزي څو ورځې وړاندې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې ويلي و، چې دوى له نړيوالو ځواكونو سره د شپې لخوا د عملياتو په ترسره كېدو مخالف دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


