تېره اونۍ د پوليسو تلفات له هغې څخه د مخکې اونۍ په پرتله پنځوس سلنه لوړ شوي؛ خو په دې موده کې د وسله والو مخالفينو تلفات کم شوي دي. دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت
تېره اونۍ د پوليسو تلفات له هغې څخه د مخکې اونۍ په پرتله پنځوس سلنه لوړ شوي؛ خو په دې موده کې د وسله والو مخالفينو تلفات کم شوي دي.
دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د ليندۍ په ٧مه، په اونيزه خبري غونډه کې په ډاګه کړ.
بشري وايي، چې په تېرو اوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پوليسو ١٤ منسوبين وژل شوي دي، چې له دې وړاندې اونۍ په پرتله ٥٠% ډېروالى ښيي.
دى وايي، چې دغه پوليس په ١١٦ وسله والو بريدونو او چاودنو کې وژل شوي او همدارنګه په دې بريدونو کې د پوليسو ٤٦ نور منسوبين ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل، چې ډېرى مرګ ژوبله د سړک غاړې د ماينونو له امله رامنځته شوې ده.
همدارنګه بشري وويل، چې په تېرو اوو ورځو کې په هېواد کې پنځه ځانمرګي بريدونه ترسره شوي او په ټوليزه توګه په دې ډول بريدونو کې ٢٣ سلنه لوړوالى راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې ډېرى دغه بريدونه په ميدان وردګ، ننګرهار، هلمند، غزني او فارياب ولايتونو کې ترسره شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


