د پکتیکا ولایت په امنیه قومندانۍ کې دننه د پولیسو په روزنیز مرکز کې دوه پرله پسې ځان وژونکي بریدونه شوي، چې له كبله يې ۱۵ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیکا ولایت په امنیه قومندانۍ کې دننه د پولیسو په روزنیز مرکز کې دوه پرله پسې ځان وژونکي بریدونه شوي، چې له كبله يې ۱۵ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د پېښې د پخلي پر مهال کلید ته وویل، چې د امنیه قومندانۍ د پولیسو په روزنیز مرکز کې د دغه ځان وژونکي بریدونو له كبله ۴ پوليس وژل شوي او۱۱ نور یې ټپیان دي.
افغان زیاته کړه، د یاد برید له امله د پولیسو د روزنیز مرکز ودانۍ هم نړېدلې ده.
د ښرني د روغتون یوه تن کاركوونكي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي په دې اړه کلید ته وویل، چې د یادې پېښي له امله روغتون ته د ۱۳ تنو مړي وروړل شوي دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخي د یادې پېښې ژوبل شوي کسان د پکتیکا د ولایتي بیارغوني د ډلې روغتون او بګرام ته وړل شوي دي، چې کره شمېره یې معلومه نه ده .
د دې بریدونو مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى او په اړه يې د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دغه بریدونه د دوى د ۲ ملګرو له لوري تر سره شوي دي .
د مجاهد په خبره، په دغو دوو پرله پسې ځان وژونکو بریدونو کې ۴۹ داخلي پولیس او د هغوى شپږ تنه بهرني روزونکي وژل شوي دي، خو د پکتیکا دولتي چارواکو پولیسو ته د زیاتي مرګ ژوبلې دعوه رد کړې ده او ایساف ځواکونولا د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


