ads

پر يوې ماشومي نجلي جنسي تيرى کوونکى ونيول شو

د ملي امنيت چارواکي وايي، چې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې يې يو تن، چې غوښتل يې پر يوې ماشومې نجلۍ جنسي تېرى وکړي نيولى دى. د ملي امنيت د چارواکو په وينا،   د ملي امنيت چارواکي وايي، چې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې يې يو تن، چې غوښتل يې […]

نویسنده: TKG
7 لیندۍ 1389

د ملي امنيت چارواکي وايي، چې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې يې يو تن، چې غوښتل يې پر يوې ماشومې نجلۍ جنسي تېرى وکړي نيولى دى. د ملي امنيت د چارواکو په وينا،

 

د ملي امنيت چارواکي وايي، چې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې يې يو تن، چې غوښتل يې پر يوې ماشومې نجلۍ جنسي تېرى وکړي نيولى دى.

د ملي امنيت د چارواکو په وينا، دغه شل كلن ځوان هغه مهال د يو ميل تومانچې سره لاس په لاس ونيول شو، کله يې، چې غوښتل پر يوې ماشومې نجلۍ جنسي تېرى وکړي.

دغه ځوان، چي فيروز نومېږي پر خپل جرم اعتراف کوي او زياتوي، چې لومړى يې ماشومې نجلي ته د سګرېټو د راوړلو وويل او وروسته يې ورسره د جنسي تيري کولو هڅه وکړه، خو ماشومې نجلۍ د ژړا له امله يې خوشي کړه.

تورن زياتوي، چې وروسته د هغې پلار ورباندې خبر شو، خو کله يې، چې غوښتل وتښتي ونيول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون چارواکي په هېواد کې د تېر کال په پرتله پر ماشومانو د جنسي تېري د شل فېصده زياتوالي خبر ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA