ads

ملي امنيت د دريو تنو وسله والو مخالفينو د نيولو خبر ورکړ

د کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي، چې په کندهار ښاراو ولسواليو کې يې د کشفي عملياتو په ترڅ کې درې تنه د دولت ضد مخالفين، چې په غلچکي بريدونو او وسله والو نښتو کې يې برخه درلوده نيولي دي.     د کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي، چې په کندهار ښاراو ولسواليو کې […]

نویسنده: TKG
7 لیندۍ 1389
ملي امنيت د دريو تنو وسله والو مخالفينو د نيولو خبر ورکړ

د کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي، چې په کندهار ښاراو ولسواليو کې يې د کشفي عملياتو په ترڅ کې درې تنه د دولت ضد مخالفين، چې په غلچکي بريدونو او وسله والو نښتو کې يې برخه درلوده نيولي دي.

 

 

د کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي، چې په کندهار ښاراو ولسواليو کې يې د کشفي عملياتو په ترڅ کې درې تنه د دولت ضد مخالفين، چې په غلچکي بريدونو او وسله والو نښتو کې يې برخه درلوده نيولي دي.

د ملي امنيت د چارواکو په وينا، په يادو کسانو کې يو تن، چې په کندهار ښار کې يې د غلچکي بريدونو مشري پر غاړه لري او د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى دى له يوه ملګري سره د لويې ويالې د فاميلو په سيمه کې د عملياتو پر مهال نيولى او دريم تن، چي د ميوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى له يوميل کلاشنکوف او مخابرې سره  نيولى دى.

په نيول شويو کسانو کې ځينو يې اعتراف کاوه، چي ګوا کې د دولت له مخالفينو سره لاس لري، خو ځينو نورو يې بيا دا تورنه ردول.

د يادونې وړ ده، چي څو اوونۍ وړاندې هم د ملي امنيت رياست مسؤلنيو د غلچکي بريدونو د پنځو بريدګرو د نيولو خبر ورکړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA