د غور ولايت په مركز چغچران كې يوه ځانمرګي هغه مهال پر پوليسو بريد تر سره كړ، چې دى، د پوليسو لخوا كلابند شوى و او په ترڅ كې يې ۲ پوليس ټپيان كړل.
د غور ولايت په مركز چغچران كې يوه ځانمرګي هغه مهال پر پوليسو بريد تر سره كړ، چې دى، د پوليسو لخوا كلابند شوى و او په ترڅ كې يې ۲ پوليس ټپيان كړل.
د ځايي امنيتي چارواكو په وينا، دغه ځانمرګى له يوې مياشت راهيسې د پوليسو له تعقيب لاندې و.
د غور ولايت د امنيه قومندان عبدالباقي نورستاني د معلوماتو له مخې، دغه ځانمرګي تېره شپه ۳ بجې د ښځو له چادرۍ څخه په ګټې يوه كور ته ننوتو او د كور وګړي يې له كوره وويستل.
نوموړي زياته كړه، چې پوليسو كور كلابند كړ، چې په پايله كې يې ځانمرګى بريد كوونكى اړ شو، څو بريد په همدې كور كې تر سره كړي.
نورستانى زياتوي، چې د بريد په ترڅ كې ځانمرګى مړ او د ملي پوليسو دوه سرتېري ټپيان شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل پر ده بريد وكړي، خو په كې پاتې راغى.
نوموړي زياته كړه، چې له پېښې سره په تړاو يې ۲ تنه نيولي، چې ترې پلټنې روانې دي.
دا د روان كال په وروستيو دوو مياشتو كې دويم ځانمرګى بريد دى، چې د غور ولايت په مركز چغچران ښار كې تر سره كېږي.
د ځايي پوليسو چارواكي وايي، چې ځانمرګي بريد كوونكي د هملند ولايت له لارې د غور پساوند ولسوالۍ ته راځي او بيا له هغه ځايه د دې ولايت مركز ته ځان رسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


