ads

د لوگر د ولايتي شورا غړى عبدالله احمدزى ووژل شو

د لوګر د ولايتي شورا غړى عبدالله احمدزى نن سهار له خپل ساتونکي او موټر چلوونکي سره يوځاى د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو. احمدزى نن سهار شاوخوا نهه بجې، له خپل کوره چې   د لوګر د ولايتي شورا غړى عبدالله احمدزى نن سهار له خپل ساتونکي او موټر چلوونکي سره يوځاى […]

نویسنده: TKG
7 لیندۍ 1389

د لوګر د ولايتي شورا غړى عبدالله احمدزى نن سهار له خپل ساتونکي او موټر چلوونکي سره يوځاى د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو. احمدزى نن سهار شاوخوا نهه بجې، له خپل کوره چې

 

د لوګر د ولايتي شورا غړى عبدالله احمدزى نن سهار له خپل ساتونکي او موټر چلوونکي سره يوځاى د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

احمدزى نن سهار شاوخوا نهه بجې، له خپل کوره چې د سر سنګ په سيمه کې دى، ولايتي شورا ته پر لاره و، چې موټر يې د وسله والو تر بريد لاندې راغى.

د لوگر د والي وياند دين محمد دروېش كليد ته وويل، چې احمدزى نن سهار هغه مهال د وسله والو تر بريد لاندى راغى، چې له كوره دفتر ته پر لاره و.

د روېش زياته كړه، چې  په دغه پېښه كې د لوگر د ولايتي شوراى غړى عبدالله احمدزى، د هغه موټر چلونكى او يو ساتونكى يې وژل شوي او يو بل ساتونكى يې ټپي شوى دى.

تر اوسه لا د دغه بريد مسؤليت، کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

عبدالله احمدزى، چې په تېره دوره کې د لوګر د ولايتي شورا رئيس هم پاتې شوى و، په دويم ځل ټاکنو کې بيا د خلکو له خوا د دغې شورا د غړي په توګه غوره شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA