د هېواد په لويديځ كې تېر ماښام د ترافيكي پېښو له كبله ۲ تنه مړه او ۶ نور ټپيان شول. د غور ولايت امنيه قومندان عبدالباقي نورستانى وايي، چې د انكشاف دهات د يوه موټر
د هېواد په لويديځ كې تېر ماښام د ترافيكي پېښو له كبله ۲ تنه مړه او ۶ نور ټپيان شول.
د غور ولايت امنيه قومندان عبدالباقي نورستانى وايي، چې د انكشاف دهات د يوه موټر د چپه كېدو له كبله د همدې ادارې يو تن مړ او ۳ نور ټپيان شول.
دغه پېښه، چې نورستاني په وينا د غور ولايت په دولتيار ولسوالۍ كې رامنځته شوې وه، علت يې د موټر چټك چلول و.
كه څه هم ويل كېږي، چې دغه كسان د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوي، خو د غور امنيه قومندان دغه ادعاګانې بې بنسټه بولي.
ويل كېږي، پېښه كې د يوه ټپي تن روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دى.
د يو بل خبر له مخې د هرات – كندهار په لويه لاره هم د يوې ترافيكي پېښې په ترڅ كې ۱ تن مړ او ۳ نورې سورلۍ ټپيان دي.
د فراه ولايت د پوليسو يوه چارواكي، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي كليد ته وويل، چې د دغو كسانو موټر د فراه ولايت په توت و چكاب سيمه كې د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ له موټر سره ټكر كړى و.
دغه پېښه پرون ماښام رامنځته شوې او ټپيان يې د فران ولايت روغتون ته لېږدول شوي دي.
د موټر چلوونكو لخوا د ترافيكي قوانيونو نه مراعتول د ورته پېښو د رامنځته كېدو ستر لامل بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


