د تالقانو په ښار کې نن له غرمې وروسته د بمي چاودنې له کبله یو ملکی وګړی مړ او يو بل تن ټپی شو. د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي د پېښې د پخلی پرمهال کلید ته وويل، چې ياده پېښه د تالقانو
د تالقانو په ښار کې نن له غرمې وروسته د بمي چاودنې له کبله یو ملکی وګړی مړ او يو بل تن ټپی شو.
د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي د پېښې د پخلی پرمهال کلید ته وويل، چې ياده پېښه د تالقانو د وړو په بازار کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له كبله رامنځته شوې.
د یادې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه ندی اخیست.
د يادونې وړ ده، چې نږدې یوه میاشت دمخه د تالقانو په یوه جومات کې د چاودنې له کبله د کندوز والي انجنیر محمدعمر ووژل شو .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


